د مرجانی سلام

ليكنه: پروين پژواك

ژبا ړه: شريفه صافی

د فريده هود سيفی ليكنه

 

                                                   

د مرجانۍ سلام ددري ژبې د اوسنۍ ليکوالې او شاعرې   پروين پژواک د ناول نوم دي چې شريفې صافې په پښتو ژباړلي دي . شريفه صافي خپله  خبرياله ده او خورې ورې ليکنې او شعرونه هم لري . شريفه د ښه شاعر او ليکوال عبدالهادي هادي ميرمن ده . شريفي صافي د کابل د ژبو ا وادبياتو په پوهنځې کې زده کړي پيل کړي خود وخت ناخوالو دا امکان تري اخيستي چې پوره يي کړي ځکه څو کاله د پوهنتون ور د زده کونکو  په مخ  تړلي وو . بي امنيو شريفه کلونه دي ته مجبوره کړي وو چې  هيواد پريږي اوپه پښور کې ژوند وکړي . خو شريفه صافي د خپلو هيلو او ميني تنده په ليکنو او په راډيوکې د پروګرامونو په جوړولو ماتوي . همدا مينه  شريفه دې ته راکاږي چې کتابونه ولولي ، په تيره د ښځينه ليکوالو ليکنې او شعرونه. له هغي مي وپوښتل چې څنګه دي د پروين ناول غوره کړ چې په پښتو يي  وژباړي ؟  وي دا ناول د يوې ښځې ژوند انځوري ..  نه يواځې ديوې بلکه د ډيرو ښځو د ژوند تصوير دي .

پروين پژواک  يعني د مرجاني د سلام زيږونکې خپله د طب ډآکتره ده خو قلم يي په کيسه ليکنه او شعر کې ښۀ چليږي . ځکه خو وايي ما ونه کړاي چې په روغتنون کې ناروغان تداوي کړم ځکه نه وايم چې ډآکتره يم خو پروين په خپلو کيسو په تيره د مرجانۍ په ناول سره دډيرو زړونو ټکور شوه او د ادب دډيرو مينه والو تنده يې ماته کړه . ددوي دواړو له خبروسره مې په زړه کې دا خبره  وګرځيده چې انسان په هرډول چې وي د  ښکلا او ابديت په فکر کې دي . پروين له ژوند سره مينه لري ، پروين انصاف غواړي ، پروين ناخوالي ويني او  دخپل وجود په هره زره يي لمسوي ،  پروين لا ماشومه وه چې د شوروي سور پوځ پر افغانستان يرغل وکړ . پروين په تورو لوخړو او غمجنو شپو ورځو کې خپل زده کړي وکړي . پروين په تلويزيون کې دا کتلي وو چې دو طن يتم ماشومان يي پخواني شوروي ته بوتلل شول او څه موده وورسته يا بيرته راغلل او ياتراوسه نه پوهيږي چې څه شول . پروين وايي هغه هرکله دخپل وطن او خلکو په اړه فکر کوي . ما اوپروين لوړي زده کړي يو ځاي په يوه ټولګې کې دکابل په طب پوهنځې کې تر سره کړي . او ما لا هماغه وخت د پروين په ليکنو او حرکاتو کې له ماشومانو سره مينه احساس کړي وه . پروين به کارتونونه هم رسمول او کله به يي چي  په روغتون کې ماشوم وليده نو له ورايه به ورته موسکې شوه .  دکابل د ماشومان په روغتون اتاترک او د ماشومانو د اندراګاندي در وغتون په ديوالونو لا هم دپروين د رساميو څرک لګې . ماته داسي ښکاري چې دپروين همدا مينه او ماشومانو ته ترحم د مرجانۍ د سلام په ناول کې هم خپل رنګ ښکار ه کړي . 

د مرجانۍ سلام د هغه يوه نسل ژوند انځوري چې څو لسيزو جګړو او ټولنيزو نا خوالو يي زړه ، ذهن او زړه ځپلي . په کيسه کې  دهغو بي اسرو يتيمو  ماشومانو ژوند او خاطري راخيستل شوي چې د پخواني شوروي د واکمني پر مهال له خپل هيواده بهر دشوروي په کوم جمهوريت کې ساتل کيدل . په ناول کې د ماشومانو کيسي ددوي په خپله ژبه راغلي . پروين ازبکې ، هزاره ګې او د افغانستان د نورو سيمو د خلکو خبرې په ډير مهارت دماشومانو په ژبه راخيستي چې دوي يې د خپلو خاطرو په ډول يو بل ته بيانوي . مرجانه د همدي ماشومانو په ډله کې يوه ده چې وروسته خپل هيواد ته راځې . مرجانه ډيره ښکلي ده .

د مرجانۍ غم لړلې کيسه چې حتي په هغي جنسي تجاوز کيږي . د مرجاني بي وسي او ديوي مړۍ ډوډۍ پسي دهغي خواري ....ټول راغلي . په پاي کې مرجانه ديوه طآلب سره  چې سلام نوميږي اشنا شي . طالب دهغې کيسه واوري . مرجانه له دې ډاريږي چې ښايي سلام ورسره   واده ونه کړي .خو سلام هغه له ټولو بدبختيو سره مني او ورسره نکاح کوي .  مرجانۍ ته ژوند بدل شي . په تيارو کې يي ډيوه بله شي . د لمر پلوشي يي دژوندانه ساړه گوټونه تاوده کړي .  خو دهغي د خوشبختي شيبي ډيرې لنډې وي .  سلام جګړي ته ځې او بيا نه ستنيزي او مرجانه دسلام سپين کالي دخوږو خو لنډو شيبو په يا دساتي .

کله چې ماته پروين د مرجانۍ دسلام کتاب راوليږه نو له پيل کيدو سره  مې په مځکه کينود او  ډير ژرمې ولوسته ، نه مي خوړو ته پام وو او نه نور ژوند ته . هره شيبه مي همدا پوښتنه کوله چې د مرجانۍ په سلام به څه شوي وو ؟  مرجانه له کومو نورو ناخوالو سره مخامخ شوي ..  دا او  ورته پوښتنو مې ذهن دي ته هڅاوه چې داستان تر پايه ولوم . ناول خلاص شو خو تر اوسه مي د مرجانۍ څيره په ذهن کې انځور ده . کله دا وايم چې څو نورې مرجانې به په افغانستان وي ؟  دهغوي ژوند به له څومره ناخوالو سره مخامخ شوي وي ؟ هغوي به اوس څه کوي ؟ د  ديويې لوستونکې په توګه د مرجانۍ سلام په پښتو اد بياتو کې يوه ښه اضافه او د ادب د مينه والو په تيره ځوان نسل ته د مطالعي يوه ښۀ وسيله بولم .

د فريده هود سيفی ليكنه

 

آثار چاپ شده              صفحهء نخست / پروين پژواك                بالای صفحه

Copyright © Hozhaber.com, October 2007